ads

پکتیاوال دغه ولایت ته له ځانګړې شوې بوديجې ناراضه دي

د پکتیا ولایت قومي مشران، مدني فعالان او عام خلک وایي، د حکومت له لوري دغه ولایت ته له تصویب شوې پراختیایي بودیجې یې اړتیاوې څو برابره زیاتې دي. دوی په تصویب شوې پراختیایي بودجه کلکې نیوکې لري او وایي په دغه بودجه کې د پکتیا ولایت برخه خورا لږ ده.

نویسنده: TKG
9 کب 1395
پکتیاوال دغه ولایت ته له ځانګړې شوې بوديجې ناراضه دي

د پکتیا ولایت قومي مشران، مدني فعالان او عام خلک وایي، د حکومت له لوري دغه ولایت ته له تصویب شوې پراختیایي بودیجې یې اړتیاوې څو برابره زیاتې دي. دوی په تصویب شوې پراختیایي بودجه کلکې نیوکې لري او وایي په دغه بودجه کې د پکتیا ولایت برخه خورا لږ ده.
پکتیاوال ټینګار کوي چې د دغه ولایت په ډېری سيمو کې ښوونځي، روغتونونه او نور اړين بنسټونه وجود نه لري او هلته ډېر کار ته اړتيا ده خو دولت دوی هېر کړي دي او هېڅ ډول پام ورته نه کوي.
د مشرانو جرګې پخوانی سناتور عبدالحنان حقویون وایي، له څو کلونو راهيسې له پکتیاوالو سره توپیري چلند کېږي او د اړتیاوو له په پام کې نیولو پرته بوديجه ورکول کېږي. نوموړی د پکتـیـا ولایت لپاره د روان مالي کال پراختیایي بودجـه خورا کمه ګڼي: ((پکتیا ته چې کومـه بودجــه تصویب شوې، هغه ناچیزه ده، موږ دا نه وایو چې نورو ولایتونو ته دې پام نه کیږي او نورو ته دې نه ورکول کیږي. هغه هم زموږ د هېواد برخه ده، موږ پرې خوشحاله کېږو، خو زموږ ولایت ته دې پام وشي، ځکه دلته اړتيا ده ډېره ده.))
نوموړی زیاتوي، د حکومتولۍ په نورو برخو کې هم د پکتیا له کادرونو ګټه نه اخستل کېږي.
له بل لوري مدني فعالان وایي، د پکتیا ولسونه د پوهنې له بد حالت څخه ځورېږي، روغتیـایي اسانتیــاوې پــه نشت حســاب دي او تصــویـب شوې پراختیایي بودجه د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولای. مدني فعال شکور کامران وایي، حکومت باید د ولایتونو انډول په پام کې ونیسي او هر ولایت ته د هغه د اړتیا مطابق بودجه ورکړي: ((له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې له پکتیا سره توپیري چلند شوی او د سږ مالي کال لپاره هم همداسې دی، موږ ته اته میلونه ډالره پراختیایی بودجه راکړل شوې. موږ د نورو ولایتونو لپاره هم بودجه غواړو، خو زموږ ضرورتونه دې هم په پام کې ونیسي، زموږ ضرورتونه زښت زیات دي.))
د سیمې د اوسېدونکو په خبره، هغسې چې نورو ولایتونو ته بودجه ورکول کېږي او کار کېږي پکتیا کې نه دي شوي. د دوی په خبره، د دغه ولایت د ولسوالیو اوسیدونکي لومړنیو اړتياوو ته په سم ډول لاسرسی نه لري، له ګنو ستونزو سره مخامخ دي او بیا رغونې ته چندان پام نه دی شوی.
د یادولو ده چې د ولایتونو تر منځ د بودجې متوازن والی یو مهم بحث دی او له همدې کبله ولسي جرګې هم دوه ځلې د ماليې وزارت له لوري دغه جرګې ته د ۱۳۹۶ مالـي کـال د بـودجــې وړاندې شوې طرحه رد کــړه، خــو بــالاخره يــې د مـرغومي په ۲۷مه له یو لړ بدلونونو وروسته تصويب کړه. د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجـه ۴۲۹ ملیارده افغانۍ ده چې ۲۶۸ ملیـارده يــې عــادي او پـاتــې ۱۶۱ ملیـارده یـې پــراختـیایي بودجه ده چې له دې سره د ټولې بودجې ۶۳ په سلو کې عادي او ۳۷ په سلو کې پراختیايي بودجه کېږي.
دغه راز د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه ۶۲ په سلو کې له بهرنیو او ۳۸ په سلو کې له کورنیو سرچينو تمويل شوې ده او د ۱۳۹۶ مالي کال ملي بودجه لس ملیارده افغانۍ کسر لري.
د کارپوهانو په اند د ماليې وزارت باید د بودجې د جوړولو پر مهال د ټولو ولایتونو ستونزو ته په پام په متوازن ډول بودجه جوړه کړي چې د هېڅ ولایت خلک هم له دولت ناراضه نه شي او ستونزې یې هم حل شي.
له بل لوري د مالیې وزارت ټینګار لري چې د سږ کال بودجه یې د دولت محدودیتونو، د ملي پروژو پلي کېدو، د عوایدو او لګښتونو ترمنځ توازن، د مرسته کوونکو ژمنو او په اغېزمنه توګه د اوسنیو پروژو تکمیل ته په کتو چمتو کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA