ads

هلمند کې د پوليسو ترمنځ نه همږغي، ژمني عمليات له ځنډ سره مخ کړي

د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، چې په دې ولايت کې د پوليسو په ليکو کې خيالي تشکلات، د ځواکونو ترمنځ نه همږغي ددې سبب شوې ده، چې ژمني عمليات په ټپه ودروي.

نویسنده: TKG
9 کب 1395

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخنذاده کليد ته وويل، چې په تېرو جګړو کې د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ د نه همږغۍ په برخه کي ستونزې موجودې وې، چې بايد د راتلوونکو عملياتو لپاره هغه ستونزې ټولې حل شي.
نوموړی وايي، چې د هلمند په جګړه کې مرکزي حکومت هم ډېره پاملرنه نه کوله، نو ځکه يو شمېر سيمي يې له لاسه ووتلې او جګړه تر ښاره ورسېده.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې دا ستونزه يې حل کړې او په خبره يې د مرکزي حکومت په همکارۍ به د دې ولايت په يو شمير سيمو کې عمليات پيل شي.
ځواک زياته کړه، چې تر اويا فيصده د پوليسو په تشکيلاتو کې مثبت بدلون راغلی او هغه ستونزې چې په ياده برخه کې مخکې موجودې وې اوس يې ټولې حل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند اوسېدونکي وايي، دوی تمه لرله، ژمي کې به عمليات پيل شي او هغه سيمې به بېرته د دولت حاکميت لاندې راوستل شي، چې د وسله والو تر ولکې لاندې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA