اجراييه رييس عبدالله عبدالله وايي، امنيتي ځواکونه په هېڅ ډول نه شي کولای، چې له روغتيايي مرکزونو او يا کلينيکونو څخه د مورچلو په توګه کار واخلي.
له اجراييه رياست څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د يک شنبې په ورځ د ساتنې ارشد کاري ګروپ په ناسته کې وکړې.
په دې ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال او د يو شمېر نورو بشري مرستندويه ادارو استازو ټينګار وکړ، چې حکومت دې د ملکي تلفاتو د کمښت په برخه کې اقدامات وکړي.
هغوی دغه راز اندېښنه وښوده، چې افغان امنيتي ځواکونه په ځينو سيمو کې له روغتيايي مرکزونو څخه د جګړې د مورچل په توګه کار اخلي.
خو ډاکټر عبدالله ډاډ ورکړ، چې حکومت د ملکي تلفاتو کمښت ته اراده لري او افغان امنيتي ځواکونه بايد د ملکي تلفاتو کمښت ته پام وکړي.
خبرپاڼه کې د عبدالله له قوله وويل شوي، چې افغان ځواکونه په دې جګړه کې په حقه دي نه بايد د ملکي تلفاتو په رامنځته کولو سره تر پوښتنې لاندې راشي.
اجراييه رييس، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت رياست ته سپارښتنه کړې، چې د ملکي تلفاتو د کمښت لپاره په خپلو کې لا ډېره همغږي رامنځته کړي .


