د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د مامورينو په ګمارنه او نورو چارو کې يې سياسي لاسوهنې کېږي.
د ننګرهار د پوهنې رياست د تخنيکي تعليماتو مرستيال انجينر نور خان مفتون کليد سره په خبرو کې د چا نوم په مشخصه توګه وانه خيسته، خو په زغرده يې ومنله، چې د پوهنې په بهير کې د سياسي لاسوهنو تر څنګ زورواکي او يو شمېر قومي مشران بې ځايه لاسوهنې کوي.
د نوموړي په وېنا ډېر کله د ګمارنې په بهير کې اړيکو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
د ننګرهار د پوهنې رياست دغه چارواکي په پوهنيز بهير کې له بې ځايه لاسوهنو په داسې حال کې پرده پورته کوي، چې تر دې وړاندې هم د ياد رياست رييس او يو شمېر کار کوونکي په فساد کې د ښکېلتيا له کبله څارنوالۍ ته پېژندل شوي وو.


