د امنيتي او د فاعي ځواکونو ملي ورځ نن د لومړي ځل لپاره د جمهور رييس په حضور کې ونمانځل شوه .
جمهور رييس غني چې په دې اړه يې نن سهار د کابل په نظامي هوايي ډګر کې وينا کوله وويل، چې د افغانستان خلک په يوه خوله له خپلو امنيتي ځواکونو نه مننه کوي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې د امنيتي ځواکونو په تېره بيا د افغان پيلوټانو سرښندنې د ستاينې وړ دي.
جمهور رييس په دغو مراسمو کې دا هم وويل، چې افغانستان نور د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
نوموړي وويل، هغه کسان چې فکر کوي زموږ هېواد د جګړې په ډګر بدل کړي، نو دا ارمان به يې خاورو ته يوسي.
د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې مراسمو ته په وينا کې ستر درستيز قدم شاه شهيم وويل، افغان امنيتي ځواکونه دا مهال د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه بوخت دي او تر څو چې يو سرتېری هم ژوندی وي نو له خپلې خاورې به دفاع کوي.
جمهور رييس محمد اشرف غني د يو ځانګړي فرمان له مخې د کب نهمه د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم نومولې ده.


