د ايران د جمهور رييس يوه مرستيال ويلي، چې جمهور رييس حسن روحاني به د واک د يوې بلې څلور کلنې دورې لپاره سيالۍ ته ودرېږي.
په خپله حسن روحاني تر اوسه اعلان نه دی کړی، چې د مې مياشتې د ۱۹مې نېټې په انتخاباتو کې ګډون کوي که نه، خو د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا په پارلماني چارو کې د ايران د جمهور رييس د مرستيال حسين علي اميري له قوله ويلي، چې حسن روحاني به د جمهوري رياست انتخاباتو کې ګډون وکړي.
ويل کېږي، که روحاني د مې مياشتې جمهوري رياست انتخاباتو ته ودرېږي، له هغو محافظه کارانو او تُندلارو سره به مخامخ وي، چې تر اوسه يې خپل کانديدان نهدي اعلان کړي.


