ads

پاکستان له افغانستان سره د تروريزم ضد ميکانيزم جوړوي

پاکستان وايي، له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد د ګډ ميکانيزم په جوړولو کار کوي، چې ښايي بلې اونۍ کې پرې موافقه وشي.

نویسنده: TKG
8 کب 1395
پاکستان له افغانستان سره د تروريزم ضد ميکانيزم جوړوي

پاکستان وايي، له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد د ګډ ميکانيزم په جوړولو کار کوي، چې ښايي بلې اونۍ کې پرې موافقه وشي.
د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز خبريالانو ته وويل، چې په دې اړه به نورې خبرې په اسلام اباد کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره کوي.
نوموړي وويل صلاح الدين رباني منلې، چې له ځينو نورو افغان چارواکو سره يو ځای را روانه اونۍ د اقتصادي همکاريو په سيمه ييز کنفرانس کې ګډون کوي.
سرتاج عزيز وايي، دواړه هېوادونه ترهګري خپل مشترک دښمن بولي او موافقه يې کړې چې په دې برخه کې ګډ کار کول مهم دي.
ښاغلی عزيز داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستيو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې خرابې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA