ads

ټيفا د انتخاباتو کمېسيون په چارو کې د لاسوهنې په هکله اندېښنه څرګنده کړه

ټيفا يا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي، د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون په چارو کې دولت او سياسي احزاب لاسوهنې کوي.

نویسنده: TKG
8 کب 1395
ټيفا د انتخاباتو کمېسيون په چارو کې د لاسوهنې په هکله اندېښنه څرګنده کړه

ټيفا يا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي، د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون په چارو کې دولت او سياسي احزاب لاسوهنې کوي.
د دغه بنسټ مشر محمد نعيم ايوب زاده د ټاکنو برخه کې د مدني ټولنو د پوهاوي او ګډون زياتوالي په اړه نن په کابل کې يوې جوړې شوې غونډې ته په وينا کې خبرداری ورکړ، که دا کسان د انتخاباتو د کمېسيونونو په چارو کې له مداخلې لاس وا نه‌ خلي د دوی نومونه به د رسنيو له لارې افشا کړي.
نوموړي وويل چې د راتلونکي کال د انتخاباتو په وړاندې ډېر خنډونه لېدل کېږي او که دغه انتخابات ترسره کېږي نو شفافيت به نه ‌لري.
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مشر نجيب‌الله احمدزي هم دغې غونډې ته وويل، هېچ چاته به اجازه ورنه‌کړل شي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په چارو کې لاسوهنې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA