ننګرهار کې ۴۲ تنه له داعشيانو را خوشې شول

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د والي محمد ګلاب منګل او قومي مشرانو په هڅو د پچير اګام ولسوالۍ دوه څلوېښت تنه اوسېدونکي، چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د داعش وسله والو له لوري يرغمل شوي وو، ازاد شول.