د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د والي محمد ګلاب منګل او قومي مشرانو په هڅو د پچير اګام ولسوالۍ دوه څلوېښت تنه اوسېدونکي، چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د داعش وسله والو له لوري يرغمل شوي وو، ازاد شول.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه دوه څلوېښت تنه ټول لويان او نارينه دي، چې څلور مياشتې وړاندې په پچير اګام ولسوالۍ کې داعش وسله والو نيولي وو او بيا يې هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې له ځان سره ساتلي وو.
سر چينه زياتوي، چې ياد کسان د امنيتي مسوولينو له لوري خپلو کورنيو ته وسپارل شول.


