د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د نا امنۍ له کبله لا هم ددغه ولايت په پنځو ولسواليو کې تر لسو زرو پورې کوچنيان د پوليو له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال نن د پوليو د درې ورځني کمپاين د پرانيستې پرمهال وويل، چې د درېيو ورځو لپاره به يې د ټول ولايت په کچه رضاکاران تر اوه سوره زره پورې هغه کوچنيان چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم وي د پوليو پرضد واکسين کړي.
نوموړی وايي، لا هم ورڅخه د نا امنۍ له کبله په اچين، هسکه مېنه، کوټ، نازيان او پچيراګام کې ولسواليو کې تر لسو زرو پورې کوچنيان له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
د ننګرهار د روغتيا يي چارواکو د معلوماتو له مخې په روان ميلادي کال کې د ټول هېواد په کچه تر اوسه پورې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې يوه هغه يې په کندهار او بله يې په هلمند ولايت کې ثبت ده.


