ads

سباته په ټول هېواد کې د عامې روغتيا وزارت له لوري د پوليو ضد د واکسين کمپاين پيلېږي

ټاکل شوې د عامې روغتيا وزارت، يونيسف او د روغتيا او نړيوالې ادارې په مالي او تخنيکي مرسته سباته د معافيت ورکونې د پوليو ضد واکسين د درې ورځني کمپاين دويم پړاو پيل شي.

نویسنده: TKG
8 کب 1395

د عامې روغتيا وزارت له لوري کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کمپاين کې به پنځه اعشاريه شپږ ميليونه ماشومان، چې له لوړ خطر سره مخ دي، د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي.
د خبر پاڼې له مخې، دغه کمپاين به د کابل ښار په ګډون د سوېلي او سوېل ختيځ زونونو په ټولو ولاياتو کې په ځانګړې توګه د سويلي زون په اکثره هغو ټولو ولسواليو کې، چې د پوليو ناورغي په کې د لوړېدو په حالت کې ده، پلې کېږي.
د دې درې ورځني کمپاين په بهير کې، څه باندې ۳۶ زره د پوليو کارکوونکي په خپلو استوګنيزو سيمو کې کور په کور ګرځي ترڅو ماشومان واکسين کړي.
د جمعې په ورځ د واکسين ټيمونه له هغو کورنيو څخه بيا کتنه کوي، کوم چې ماشومان يې د کمپاين په لومړيو ورځو کې د واکسين څخه پاتې شوي وي او واکسيناتوران بيا ځلې د دغو کورنيو څخه ددې لپاره ليدنه کوي ترڅو ډاډه شي، چې ټول ماشومان د پوليو پر وړاندې واکسين او وقايه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA