د امريکا د جمهور رييس مرستيال ټينګار کوي، چې متحده ايالات به د ايران په وړاندې په کلکه د اسراييلو ملاتړ وکړي.
مايک پنس پرون ډاډ ورکړ، چې د ټرمپ اداره به په کور کې دننه او بهر هغو مسايلو ته پاملرنه وکړي، چې د امريکايي يهودانو لپاره مهم دي.
پنس د جمهوري غوښتونکو يهودانو د ايتلاف غونډې ته د وينا پرمهال د بزنس په برخه کې د فرصتونو برابرول او په بهر کې له اسراييلو څخه ملاتړ د مثال په توګه ياد کړل او ټينګار يې وکړ، چې امريکا به د ايران په وړاندې د اسراييلو تر څنګ ودرېږي.
ښاغلي پنس ايران په منځني ختيځ کې د اسراييلو پرضد د تروريستي ډلو په ملاتړ تورن کړ او ويې ويل، چې تهران په لبنان، سوريه او د غزې په تړانګه کې خپلو نوکرانو ته وسلې او پيسې استوي او د اټمي وسلو او بالسټيک توغنديو جوړولو ته نږدې شوي.


