افغانستان د کرکټ د پنځو يوې ورځنيو سياليو په پنځمه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه او د دې لوبو د لړۍ ګټونکي شول.
افغانستان په ۵۰ اورونو کې زمبابوې ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه، خو د باران له کبله دا لوبه ۲۲ اورونو ته راکمه شوه او د زمبابوې لوبغاړو ته يې په ټاکلو ۲۲ اورونو کې ۱۶۱ هدف وټاکه.
افغان توپ اچوونکو د زېمبابوې ټوله لوبډله په څوارلسم اور کې په ۵۴ منډو وسوځوله.
په افغان توپ وهونکو کې رحمت شاه ۵۰ ، محمد نبي ۴۸ او نور علي ځدراڼ ۴۶ منډې وکړې.
دغه راز په توپ اچوونکو کې درې لوبغاړي امير حمزه، درې محمد نبي، دوه راشد خان، ګلبدين نايب او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دا وروستۍ لوبه وه، چې په دې لوبو سره د دې سيريز لوبې پای ته ورسېدې او افغان لوبډله له دې وروسته ايرلنډ سره نور لوبو لپاره چمتووالی نيسي.


