ads

احمدزی: جمهور رييس بايد دارالانشا رياست ته يو تن معرفي کړي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له جمهور رييس څخه وغوښتل، چې د دارالانشا رياست لپاره د ورپېژندل شويو درې تنو نوماندانو له ډلې يو تن معرفي کړي.

نویسنده: TKG
8 کب 1395
احمدزی: جمهور رييس بايد دارالانشا رياست ته يو تن معرفي کړي

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له جمهور رييس څخه وغوښتل، چې د دارالانشا رياست لپاره د ورپېژندل شويو درې تنو نوماندانو له ډلې يو تن معرفي کړي.
نجيب الله احمدزي نن د مدني ټولنو او ټاکنيزو بنسټونو ګډې مشورتي غونډې ته په خبرو کې وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون شاوخوا يوه مياشت مخکې د ټولو کانديدانو له ډلې درې تنه جمهور رييس ته معرفي کړي، چې يو تن يې رييس شي، خو لا هم ارګ په دې اړه وروستی تصميم نه دی نيولی.
احمدزي زياته کړه، ياد درې تنه نوماندان د قانون، پوهې او وړتيا له مخې غوره شوي او جمهور رييس بايد له دې ډلې يو تن دوی ته معرفي کړي.
د احمدزي په وينا دوی په دې برخه کې د جمهور رييس پرېکړې ته منتظر دي او په دې برخه کې ځنډ د ټاکنو بهير هم له ځنډ سره مخامخ کوي.
اخوا نا تاييد شوي رپوټونه وايي، چې د دارالانشا رياست پر څوکۍ د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف موجود دی او همدا لامل دی، چې ارګ په دې اړه وروستی تصميم نه شي نيولای.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA