ads

پاکستان کې۱۴۴ شکمن کسان نيول شوي

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، تر ضرب غضب عملياتو وروسته يې په ټول هېواد کې د رد فساد په نوم عمليات پېل کړي، چې په ترڅ کې يې تر اوسه ۱۴۴ ورانکاري نيولي دي.

نویسنده: TKG
7 کب 1395
پاکستان کې۱۴۴ شکمن کسان نيول شوي

پاکستاني پوځي چارواکي وايي، تر ضرب غضب عملياتو وروسته يې په ټول هېواد کې د رد فساد په نوم عمليات پېل کړي، چې په ترڅ کې يې تر اوسه ۱۴۴ ورانکاري نيولي دي.
په اسلام اباد کې پوليسو په مختلفو پلټونکو عملياتو کې ۴۳ شکمن کسان نيولي، چې ترهګريزو کړنو کې د لاس لرلو تور ورباندې پورې شوی دی.
دغه راز د لاهور پوهنتون په ليليې او قضافي سټيډيوم کې د پلټونکو عملياتو پر مهال اووه تنه نيول شوي دي.
دې سره همهاله په سيالکوټ او د خېبر پښتونخوا مرکز پېښور کې هم د عملياتو پر مهال شپېته کسان نيول شوي.
پوځي چارواکو ويلي، چې يادو عملياتو کې هوايي الوتکې هم برخه لري، چې په قبايلي سيمو کې يې د وسله والو پټنځايونه له منځه وړي دي.
پاکستان ياد نوي عمليات وروسته له هغې پېل کړي، چې دوه اونۍ وړاندې په دغه هېواد کې د يو لړ چاودنو او ځانمرګو بريدونو له امله شاو خوا پنځه سوه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA