ads

هسکه مېنه: په شاهين ۲۵ عملياتو کې ۷۲ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، هسکه مېنه کې يې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله د شپږو قومندانانو په ګډون ۷۲ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: TKG
7 کب 1395

په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په هسکه مېنه کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله د شپږو قومندانو په ګډون ۴۷ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
فقيري زياتوي، چې په دغو عملياتو کې يې له داعش ډلې څخه يو شمېر وسلې هم نيولي او په لسګونه ميله نوره وسله يې له منځه وړې ده.
نوموړی وايي، په يادو بريدونو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA