ads

لغمان کې پر ښوونځي د مرمۍ لګېدو له کبله دوه زده کوونکي وژل شوي

د لغمان ولايت پر يو ښوونځي د وسله والو مخالفينو له لوري د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله دوه زده کوونکي شهيدان او اووه نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: TKG
7 کب 1395
لغمان کې پر ښوونځي د مرمۍ لګېدو له کبله دوه زده کوونکي وژل شوي

د لغمان ولايت پر يو ښوونځي د وسله والو مخالفينو له لوري د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله دوه زده کوونکي شهيدان او اووه نور ټپيان شوي دي.
د لغمان ولايت مقام له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن شا و خوا لس نيمې بجې د الينګار په استقامت د مرکز اړوند د بسرام په سيمه کې د مخالفينو له لوري د هاوان را توغول شوې ده.
خبرپاڼه وايي، ياده مرمۍ د شهيد مولوي حبيب الرحمن په لېسه کې په ټولګي لګېدلې چې له کبله يې دوه تنه شاګردان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي، چې يو تن په کې ښوونکی دی.
سرچينې زياته کړې، ټپيان دا مهال ټول د عامې روغتيا روغتون ته د درملنې په موخه استول شي دي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA