ads

عراقي ځواکونو له داعش نه د موصل لويديځه برخه نيولې

عراقي ځواکونه له پنځو ورځو سختو ځمکنيو او هوايي بريدونو وروسته د موصل لوېديځې برخې ته ننوتي دي.

نویسنده: TKG
7 کب 1395
عراقي ځواکونو له داعش نه د موصل لويديځه برخه نيولې

عراقي ځواکونه له پنځو ورځو سختو ځمکنيو او هوايي بريدونو وروسته د موصل لوېديځې برخې ته ننوتي دي.
د موصل ښار په دغه برخه کې چې د داعش ډلې په ولکه کې وه، پنځه ورځې مخکې عمليات پيل شوي وو.
بل لور ته د عراق لومړي وزير حيدر العبادي ويلي، عراقي هوايي ځواکونو لومړی ځل د سوريې خاروه کې دننه د داعش ډلې پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.
د نوموړي په وينا دغو بريدونو کې د داعش ډلې هغه دوه مرکزونه په نښه شوي، چې دغې ډلې بغداد کې د بمي بريدونو لپاره کارولي وو.
په ورته مهال موصل کې له الوتکو چاپ شوي پيغامونه غورځول شوي او ښاريانو ته په کې د سملاسي بريدونو خبرداری ورکړل شوی دی.
بل لور ته ملګرو ملتونو د موصل لوېديځ کې د ايسارو ملکي خلکو په اړه اندېښنه ښوولې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA