ads

سعودي عربستان کې د اردن يوه پوځي الوتکه غورځېدلې

د اردن پوځي چارواکي وايي، چې د سعودي عربستان په نجران ولايت کې يې پرون يوه جنګي الوتکه غورځېدلې ده.

نویسنده: TKG
7 کب 1395
سعودي عربستان کې د اردن يوه پوځي الوتکه غورځېدلې

د اردن پوځي چارواکي وايي، چې د سعودي عربستان په نجران ولايت کې يې پرون يوه جنګي الوتکه غورځېدلې ده.
د اردن د وسله وال پوځ لوی درستيز ويلي، چې ايف ۱۶ ډوله جيټ الوتکې پرون د سعودي عربستان نجران ولايت کې د تخينکي ستونزو له کبله سقوط کړی، چې پيلوټ يې ژوندی راوتلی او الوتکې تر غورځېدو وروسته اور اخيستی دی.
د پوځي چارواکو په خبره يادې الوتکې د سعودي په مشرۍ عربي اېتلاف عملياتو کې برخه لرله، چې د الوتنې لږ وروسته غورځېدلې ده.
د يادې الوتکې پيلوټ پرون شپه له سعودي عربستان څخه اردن ته رسېدلی.
نوموړي د پراشوت پر مټ له الوتکې ځان غورځولی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA