چارواکي وايي، د کاپيسا په مرکز محمود راقي کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی وايي، تېره ورځ د مرکز اړوند شوخي سيمه کې يو پلار او زوی په خپل کرولا موټر کې سپاره وو، چې د نامعلومو کسانو له لوري ورباندې ډزې شوې دي او دواړه يې ټپيان کړي دي.
يوسفزي زياته کړه، د کاپيسا د مرکز د غني خېلو په کلي کې هم تېره ورځ د دوو ډلو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې ده، چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا يو شمېر ټپيان د کاپيسا مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او روغيتايي وضعيت يې هم د ډاډ وړ دی.
د يادونې وړ ده، چې په کاپيسا کې ډېر ځله د اوبو پر سر دا ډول شخړې رامنځته کېږي.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند وايي، د دغو دواړو پېښو په اړه د پوليسو پلټنې روانې دي.


