ads

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير وژل شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير د وسله والو طالبانو له لوري لومړی تښتول شوی او له هغې وروسته وژل شوی دی.

نویسنده: TKG
7 کب 1395
د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير وژل شوی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير د وسله والو طالبانو له لوري لومړی تښتول شوی او له هغې وروسته وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره ورځ د خوږياڼو ولسوالۍ اجرايه مدير منيب لومړی د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوی و، چې بيا وروسته يې تېره شپه جسد په يوې دښته کې موندل شوی دی.
نوموړی وايي، د وژل شوي کس جسد تېره شپه افغان ځواکونو په عملياتو کې پيدا او کورنۍ ته يې ورسپارلی دی.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ننګرهار کې ډېر کله وسله وال دولتي اشخاص او مامورين تښتوي، چې بيا ډېری وخت ورته پېښو سره مخامخ شوي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA