د غزني د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې له سيمه يیزو پوليسو د وېرې له کبله مسلکي ښوونکي او ديني عالمان دندو ته زړه نه ښه کوي او دې چارې د دغه ولسوالۍ په ښوونيز بهیر ناوړه اغېز کړی دی.
د ده يک ولسوالۍ د پجک سیمې یوه اوسېدونکي رحیم الله کلید ته وویل، په خپلو سیمو کې لوستي او مسلکي ښوونکي نه لري او د نورو سيمو لوستي او مسلکي کسان هم په دغه ولسوالۍ کې د مېشتو سيمه ييزو پوليسو له وېرې دندو ته زړه نه ښه کوي او له کبله يې په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې کیفیت ټیټ شوی.
نوموړی زیاتوي، د دوی په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په لیکو کې داسې کسان حضور لري چې یا ازبک ټبره دي او یا هم د خوست ولایت اوسېدونکي دي: ((د اربکیانو له ډاره لوستي او تکړه ملایان زموږ په کلي کي امامت نه کوي، ځکه مخکې به دوی ملایان په بېلابېلو پلمو نیول او ځورول، ښوونځي ته مو اوس مسلکي ښوونکي هم له همدې کبله نه راځي، د خلکو او کلیو تر منځ د دوی له کبله اړيکې خرابې شوې.))
د ده يک ولسوالـۍ د لغـوات سيـمـې اوسېــدونکي جاويد کلید ته وویل، چــې د دوی په سيمــه کې د شمالي ولایتونـو او خوست سيمه ييز پوليس اچول شوي دي او دوی له خلـکـو ســره خورا ناوړه چلند لري: ((پوسته یې د کلي په منځ کې داسې ځای ده، چې د ټولو کورونو منځ ترې معلومېږي، نه مو ښځې کورونو کې ازادې ګرځېدای شي او نه یې هم عادي خلک له زور زیاتیو په امن دي، په بېلا بېلو پلمو خلک ځوروي.))
د ده يک ولسوالۍ دغه اوسېدونکي زیاتوي، په تېرو کلونو کې له ولسي خلکو او دیني عالمانو سره د سیمه يیزو پولیسو ناسم چلند ددې سبب شوی چې اوس په دغو سيمو کې ښوونکي او ديني عالمان دندو ته زړه نه ښه کوي.
خو د ده یک ولسوالۍ یو شمیر نورو اوسېدونکو بیا د نوم نه ښودو په شرط کلید ته وویل چې که څه هم په تېرو کلونو کې له خلکو سره د سيمه ييزو پولیسو چلند ښه نه وو، خو له وروستي یو کال راهيسې د سيمه ييزو پوليسو چلـنــد ښــه شــوی او یوازې هغه کسان اوس ورڅخه شکایت کوي چې د حکومت له وسله والو مخالفينو سره اړيکې لري. دوی وایي اوس مهال په دغه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په مرسته امنیت ښه شوی او د نجونو او هلکانو هغه ښوونځي هم پرانیستل شوي دي چې مخکې د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري تړل شوي وو.
له بل لوري د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل په ده يک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پولیسو له لوري له خلکو، ښوونکو او ديني عالمانو سره د ناوړه چلند په تړاو شوې ادعاوې ردوي او ټینګار کوي، که په دې تړاو له خلکو سره لاسوندونه وجود ولري نوموړي ته دې يې وسپاري او هغه به د دغه اسنادو پر بنسټ له تورنو سيمه ييزو پولیسو سره قانوني چلند وکړي: ((دغه شکایتونه هغه خلک کوي، چې له مخالفینو سره تړاو لري، دا سمه ده چې په لغوات او پجک کې یو شمیر ازبک او خوستي کسان د سیمه يیزو پولیسو لیکو ته جذب شوي، خو علت یې هم د همدې خلکو نه همکاري ده، دوی دې راشي د خپلې سيمې هغه نېک او ښه خلک دې موږ ته رامعرفي کړي چې موږ يې همالته په سيمه ييزو پولیسو کې ورته وګمارو.))
له بل لوري د غزني ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ده یک په ګډون تر اوسه ورته له هیڅ کومې ولسوالۍ داسې راپور نه دی رسېدلی چې سيمه ييز پوليس دې ښوونکي یا زده کوونکي ځوروي.
دوی وايي، په هره سيمه کې د ازادو سیالیو له لارې ښوونکي ګماري او په ټول غزني ولایت کې هېڅ غیر رسمي یا اجير ښوونکی نشته.
د یادولو ده چې لغوات او پجک سيمې د ده يک ولسوالۍ په لودیځ کې د غزني مرکز ته څېرمه پرتې ګڼ مېشته سيمې دي او له څلورو کلونو راهيسې په کې سيمه ييز پولیس فعالیت لري.


