ads

درانی: په تول هېواد کې ۵۸ سلنه وګړي د څښاک پاکو ابو ته لاسرسی لري

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت چارواکي وايي، دا مهال د هېواد ۵۸ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

نویسنده: TKG
7 کب 1395
درانی: په تول هېواد کې ۵۸ سلنه وګړي د څښاک پاکو ابو ته لاسرسی لري

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت چارواکي وايي، دا مهال د هېواد ۵۸ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزير انجينر نصير احمد دراني، نن په کابل کې يوې خبرې ناستې ته وويل، چې دا مهال د هېواد ۵۸ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او هڅې روانې دي، چې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاس رسی زيات شي.
دراني وويل، د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی، د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت يو له لومړيتوبونو څخه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ډېری سيمو په تېره بيا کابل ښار کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د غير صحي اوبو استعمال په ټولنه کې د ناروغيو لامل ګرځي.
د کارپوهانو په باور سره له دې، چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې په ميليونونه ډالره لږېدلي، خو د مالي فساد له کبله په دې برخه کې بنسټيز کارونه نه دي ترسره شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA