په ختيځ کې د سرحدي لېوا مسوولين وايي، ځواکونه يې چمتو دي، چې د خپلې خاورې په هر حالت کې دفاع ترسره او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې پر افغان خاوره تعرض وکړي.
دوی دغه خبرې نن په لومړۍ سرحدي لېوا کې د کب ۹مه د سرتېري ورځې د نمانځنې په ځانګړې شوې غونډه کې وکړې.
په ختيځ کې د سرحدي لېوا قومندان محمد ايوب حسين خيل وايي، دوی پر هېڅ ګاونډي هېواد تعرض نه کوي او نه هم د نړيوالو سرحدي اوصولو خلاف کړنې ترسره کوي، خو که ګاونډيان پر افغان خاروه تعرض يا له اوصولو خلاف کړنې ترسر کړي، نو دوی به ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
نوموړی وايي، که پاکستان پر سرحدي سيمو کې د توغنديو له ورولو لاس په سر نه شي، نو د مرکزي حکومت په امر به يې پوستې ور ونړوي.
په همدې حال کې بيا د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، دوی هڅه کوي، چې د سرحدي ځواکونو هر ډول ستونزې حل او په مېړانه يې وهڅوي، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل له رسنيو سره په خبرو کې وويل، د کب د مياشتې ۹ مه نېټه چې د ملي ځواکونو د نمانځنې لپاره ځانګړې شوې هر کال به يې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
په ننګرهار کې د سرحدي ځواکونو د ستاينې لپاره دا غونډه په داسې حال کې نيول شوې، چې د ددغه لېوا د مسوولينو په وينا ځواکونه يې اوس مهال د ختيځ په درېيو ولايتونو کونړ، لغمان او نورستان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له خپلې خاورې او ولسه دفاع کوي.


