د حکومت اجراييه رييس وايي، د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره د ترهګرو پر ملاتړ د افغانستان تورنول هېڅ درد نه دوا کوي او وايي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بايدرښتينې همکاري رامنځته شي.
عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د حزب وحدت د پخواني رهبر عبدالعلي مزاري د ۲۲تم تلين په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ترهګري يوه سيمه ييزه او نړيواله ستونزه وبلله او ويې ويل، چې افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني دی، دغه ډلې د هېڅ هېواد او ملت ملي ګټې په نظر کې نه نيسي، بلکې هغه يوازې ترهګريز اهداف لري.
عبدالله پر دې د ټينګار تر څنګ چې د ترهګرو ډلو تر منځ بايد هېڅ راز توپير ونه شي، وويل چې افغانستان هېڅکله هم له هېڅ ترهګرې ډلې ملاتړ نه دی کړی او نه به يې هم وکړي.


