ads

په ننګرهار کې د هيرويينو فابريکه له منځه وړل شوې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو په شېرزادو ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د هېروينو يوه فابريکه له منځه وړې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 کب 1395
په ننګرهار کې د هيرويينو فابريکه له منځه وړل شوې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو په شېرزادو ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د هېروينو يوه فابريکه له منځه وړې ده.
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د کورنيو چارو  وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال د شېرزادو ولسوالۍ په ملايي او څمکنۍ سيمه کې د هېرويينو يوه فابريکه له منځه وړې او ګڼ شمېر نقليه وسيلې يې سوځولې دي.
نوموړی وايي، افغان ځواکونو په دې عملياتو کې د فابريکې خاوند هم نيولی دی.
ننګرهار کې ډېر کله افغان ځواکونه دغه ډول ځانګړي عمليات ترسره کوي، خو د ولسونو په وينا هغه ډول چې لازمه ده دې عملياتو ښې پايلې نه دي ورکړې او لا هم د ننګرهار په ګڼو نا امنه سيمو کې د نشه يي توکو فابريکې موجودې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA