د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې يې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۲۵ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګور ګورۍ سيمه کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې د داعش ډلې د يوه قومندان مولوي نعيم په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې يې ۱۳ حلقې د وسايطو ضد ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي.
فقيری زياتوي، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونه د مخکې تګ په حال کې دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


