ads

المان افغانستان کې د سولې له پروسې او افغان ملي پوليسو ملاتړ کوي

المان په افغانستان کې د سولې له پروسې او افغان پوليسو ملاتړ کوي.
د اجرايه رياست له لوري کليد ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مطلب پرون د المان د پارلمان يوه استازي حامد نوري‌پور له اجرايه رييس سره په ليدنه کې څرګند کړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 کب 1395

خبرپاڼه زياتوي چې په دغه ليدنه کې په کابل کې د المان سفير هم حضور درلود او حامد نوري‌پور ټينګار وکړ چې دغه هېواد د ملي يووالي له حکومت او په ځانګړي ډول د سولې له پروسې او له افغان  پوليسو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
حامد نوري‌پور ټينګار کړی چې المان دغه راز په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو حلولو او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
له بل لوري د افغانستان اجرايه رييس په دغه ليدنه کې المان د افغانستان يو ښه ملاتړی هېواد بللی دی او ټينګار يې کړی چې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د افغان امنيتي ځواکونو په روزلو کې د پام وړ مرستې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA