ads

پاکستان کې د ترهګرو پر ضد پراخ نظامي عملياتو پيل شول

د پاکستان پوځي چارواکو ويلي، له هېواده يې د ترهګرۍ ختمولو لپاره نوي عمليات پيل کړي چې د  رد الفساد عمليات  نوم ورکړل شوی دی. د پاکستاني پوځ رسنيز دفتر ويلي، چې د دغو عملياتو هدف په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو له منځه وړل دي. دا هم ويل شوي، چې دغو عملياتو […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 کب 1395
پاکستان کې د ترهګرو پر ضد پراخ نظامي عملياتو پيل شول

د پاکستان پوځي چارواکو ويلي، له هېواده يې د ترهګرۍ ختمولو لپاره نوي عمليات پيل کړي چې د  رد الفساد عمليات  نوم ورکړل شوی دی.

د پاکستاني پوځ رسنيز دفتر ويلي، چې د دغو عملياتو هدف په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو له منځه وړل دي.

دا هم ويل شوي، چې دغو عملياتو سره به د پولو امنيت هم خوندي شي. پوځي چارواکو ويلي، دغو عملياتو کې به ځمکني، هوايي او سمندري او نور امنيتي ځواکونه برخه واخلي.

د عملياتو له اعلانه مخکې لاهور کې د پاکستان پوځي چارواکو يوه غونډه وکړه. ويل شوي چې پنجاب ايالت کې به دغو عملياتو کې ملېشه ځواک هم برخه واخلي.

د پوځ رسنيز دفتر په اعلاميه کې راغلي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې به دغه هېواد له وسلو او چاوديدونکو توکو پاک شي. پاکستان د هغو کسانو د ويشتلو امر هم کړی چې په ناقانونه توګه له افغانستان ور اوړي.

له دې مخکې پاکستاني پوځ شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه عمليات هم تر سره کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA