د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نازیانو او هسکه مېنې ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله ۱۸ بهرني داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته د نازیانو ولسوالۍ د بارو خولې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د هوايې برید له امله شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وایي، په هسکه مېنه کې د روانو شاهین ۲۵ عملیاتو پرمهال په ګور ګورۍ سیمه کې هم ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
خوګیاڼی زیاتوي،چې په دغو بریدنو کې ۲ وسله وال ټپیان شوي هم دي.
دوالي ویاند دغه راز وایي، چې پولیسو د خوږیاڼو ولسوالۍ په مملې سیمه کې درې تنه د جنایي قضیې او یو بل تن وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور نیولي دي.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


