ads

مستغني : د ترهګرو د لېستونو په اړه د پاکستان عملي اقداماتو ته په تمه يو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، کابل حاضر دی چې له اسلام‎اباد سره په ګډه د ترهګرو د لېستونو او ګډو ګواښونو په اړه بحث او اقدام وکړي. د دغه وزارت وياند شکيب مستغني نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې يو دريم ګړی هېواد بايد په دې برخه کې د […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 کب 1395
مستغني : د ترهګرو د لېستونو په اړه د پاکستان عملي اقداماتو ته په تمه يو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، کابل حاضر دی چې له اسلام‎اباد سره په ګډه د ترهګرو د لېستونو او ګډو ګواښونو په اړه بحث او اقدام وکړي.
د دغه وزارت وياند شکيب مستغني نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې يو دريم ګړی هېواد بايد په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان له اقداماتو څارنه وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې دواړو هېوادونو په ورستيو کې يو بل ته د ترهګرو ليستونه سپارلي دي.
مستغني وويل افغان حکومت له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه کې د پاکستان د مرستې هرکلی کوي، خو په دې برخه کې د عملي اقداماتو په تمه دي.
مستغني د افغانستان په ځينو سرحدي سيمو د پاکستان د بريدونو غندنه وکړه او زياته يې کړه چې د ډول کړنې د نړيوالو موازينو  خلاف عمل دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA