ads

غني: څوک چې د سرتيرو ډوډۍ پټوي او تيل غلا کوي د زغملو ندي

جمهور رييس  محمد اشرف غني وايي، هغه څوک چې د افغان امنيتي ځواکونو ډوډۍ پټوي، تيل يې غلا کوي، وسلې په “دښمن” پلوري او د فساد په نورو ډولونو کې لاس لري تر قانوني تعقيب لاندې به ونيول شي. جمهور رييس  محمد اشرف غني، چې نن د مارشال قسيم فهيم په نظامي اکاډمۍ کې د […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 کب 1395
غني: څوک چې د سرتيرو ډوډۍ پټوي او تيل غلا کوي د زغملو ندي

جمهور رييس  محمد اشرف غني وايي، هغه څوک چې د افغان امنيتي ځواکونو ډوډۍ پټوي، تيل يې غلا کوي، وسلې په “دښمن” پلوري او د فساد په نورو ډولونو کې لاس لري تر قانوني تعقيب لاندې به ونيول شي.
جمهور رييس  محمد اشرف غني، چې نن د مارشال قسيم فهيم په نظامي اکاډمۍ کې د نهمې دورې د افسرانو د فراغت غونډې ته ويناء کوله وويل د افغان امنيتي ځواکونو د امکاناتو نه د ناوړې ګټې اخېستنې او غلا په وړاندې مبارزه يې د حکومت په لومړيتوبونو کې ځای لري.
جمهور رييس  زياته کړه هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې  فاسدې مافيايي کړۍ د امنيتي ځواکونو حقوق پايمال کړي.
جمهور رييس  غني دا هم  وويل څوک چې په فساد کې ښکيل دي تر شديد قانوني تعقيب لاندې به يې ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA