د پاکستان په لاهور ښار کې د يوې چاودنې له امله له شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي، چاودنه نن غرمه مهال د لاهور په ډيفنس زيډ بلاک کې رامنځته شوې ده.
د چاونې څېرمه ودانۍ هم زيانمنې شوې او شاوخوا ولاړ موټر خراب او شيشې يې ماتې شوې دي..
د دغه ايالت د قانون وزير رانا ثناوالله له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، په دې چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي.
تر اوسه ددغې چاودنې علت معلوم نه دی او نه يې هم پړه چا پر غاړه اخيستې ده.
په دا وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه زيات شوي دي.


