ads

کيوباکې په لومړي ځل د يو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کيوبا کمونيست هېواد کې په لومړي ځل د يو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

نویسنده: TKG
4 کب 1395
کيوباکې په لومړي ځل د يو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
Traces from Dionisio Codama Sao Paulo, Brasil http;//aimore.org http://aimore.net

د کيوبا کمونيست هېواد کې په لومړي ځل د يو جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کيوبا حکومت ياده پرېکړه په دغه هېواد کې د مسلمانانو د زياتېدو په موخه کړې ده.
د راپورونو له مخې د کيوبا هېواد په مرکز هوانا کې به د سعودي عربستان په مالي لګښت يو ستر جامع جومات د جوړولو چارې پېل کړي.
دا مهال د ټول کيوبا نفوس شاو خوا دولس ميليونه کېږي، چې لس زره تنه په کې مسلمانان بلل شوي دي.
په دې وروستيو کې په کيوبا کې د اسلام په اړه د يو شمېر اسلامي هېوادونو علماوو له لوري تبليغ زيات شوی دی، چې ښايي په دغه کمونستي هېواد کې اسلام په چټکۍ سره خپور شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA