ناپيژاندو وسله والو د کندهار ښار په لمړۍ ناحيه کي يو پوليس وواژه او يو بل يې ټپي کړی دی.
پېښـه نن سهار لس بجې د لومړۍ ناحيې اړوند د توپخانې بازار په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دوو وسله والو کسانو د تلاشۍ پر پوليسو ډزې وکړې.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى د پېښې پخلى کوي او وايي، چې په دغه پېښه کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
درانی وايي، چې بريدګر په تېښته بريالي شوي دي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د پېښې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.


