که له یوه لوري د سرپرستۍ ستونزه د وزيرانو په کچه لویه ده او لا هم نه ده حل شوې، له بل لوري د پکتیا ولایت ډېری ریاستونه هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او دې چارې د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. اوس مهال د پکتیا ولایت اته ریاستونه او څلور ولسوالۍ سرپرستان اداره کوي.
د دغه ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکی عبدالرحمن امیري وایي، سرپرستي د دوی په ولایت کې په یو دود بدله شوې او له کبله يې خلکو ته د سيمهييزې حکومتي ادارې خدمات ټکني شوي دي: ((هرې ادارې ته چې لاړ شې مشر به یې سرپرست وي، دا چې د سرپرست صلاحیتونه د قانون له مخې محدود شوي دي، کارونه مو په میاشتو میاشتو ځنډېږي، جالبه دا ده چې ځينې وخت د یوه سرپرست په ځای بل سرپرست مقرر شي.))
د پکتیا ولایت اوسېدونکي له مرکزي حکومت غواړي چې د دغه ولایت لپاره دې نوي رييسان او مسوولان وټاکي او د سرپرستۍ دود ته دې د پای ټکی کېږدي.
له بل لوري د پکتیا والي زلمی ویسا هم تاییدوي چې په پکتیا کې د سرپرستانو پاتې کېدل دوی ته هم په لوی سرخوږي بدل شوي. د ويسا په خبره، د سرپرستانو د پاتې کېدو له کبله خلکو ته د سيمهييزې حکومتي ادارې خدمات ټکني شوي او ستونزې زیاتې شوې دي: ((ښکاره خبره ده چې سرپرستان د قانون له مخې هم د ډېرو کارونو صلاحیت او واک نه لري او له بل لوري سرپرستان خپله هم کار ته زړه نه ښه کوي، له مرکزي حکومت مو هیله دا ده چې په پکتیا کې د سرپرستۍ ستونزې ته د پای ټکی کېږدي او نوي کسان راولېږي.))
اخوا د پکتیا د ولایتي شورا غړي بیا په ولسي جرګه کې د دغه ولایت په استازو نیوکه کوي چې ګواکې په دې برخه کې يې څه نه دي کړي او حتا په لوی لاس غواړي پکتیا کې د سرپرستانو لړۍ دوام وکړي.
د پکتیا د ولایتي شورا ريیس ډاکتر اللـهمیربهرامزوی وايي، د ولسي جرګې ځینې غړي او په کابل کې مېشت د پکتیا سیاستوال د سرپرستانو لړۍ په دوام کې خپلې ګټې ګوري او په ګمارنو کې هم لاسوهنه کوي. بهرامزوی کلید ته وویل، د ولسي جرګې د ځینو غړو او کابلمیشتو سیاستوالو ګټې په دوی پورې تړلې دي او نه غواړي دغه لړۍ ختمه شي: ((هغه کسان چې کابل کې ناست دي غواړي دې ریاستونو ته خپل کسان معرفي کړي، په دې کې د ولسي جرګې ځينې غړي هم شامل دي. ځینې داسې ریاستونه هم دلته شته چې ازموينه ورته اخیستل شوې، خو د همدغو کړیو له لاسه ازموينه بېرته لغوه شوې چې دوی خپل کسان ورباندې ومني.))
د پکتیا ولایتي شورا له وزارتونو غواړي د هغو کسانو نومونه په ډاګه کړي چې د ازموينې او ګمارنو په لړۍ کې لاسوهنه کوي او د خپلې خوښې کسانو د راوستلو هڅه کوي.
په پکتیا کې ډېری داسې ادارې شته چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې يو ځل هم په مشرتابه کې بدلون نه دی راغلی. خلک وايي، دغه کسان وړ هم نه دي او خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.
د یادولو ده چې د سرپرستۍ ستونزه د افغان حکومت یوه جدي ستونزه ده او په دولتي خدماتو یې ناوړه اغېز کړی دی. ډېر کله چې د ولسي جرګې له لوري کوم وزیران هم بېواکه شوي دي، د دولت له لوري په وخت نوي کسان نه دي ور معرفي شوي او دې ستونزې په میاشتو دوام کړی.
د قانون له مخې، د سرپرستۍ لپاره یوازې دوه میاشتې ټاکل شوې دي، خو د ملي يووالي حکومت او تر دې وړاندې د حامد کرزي د حکومت پر مهال ډېری سرپرست وزيران له دې مودې ډېر په چوکیو پاتې شوي او اوس هم دغه لړۍ دوام لري.


