ads

پکتيکا به په راتلونکي کال کې د نويو پرمختګونو شاهده وي

د افغانستان د جمهور رييس محمد اشرف غني په ځانګړې لورينه او لارښوونه د سې شنبې په ورځ د وزارتونو په کچه يوه مهم پلاوي سفر وکړ او خپل پلانونه يې له خلکو سره شريک کړل.

نویسنده: TKG
4 کب 1395
پکتيکا به په راتلونکي کال کې د نويو پرمختګونو شاهده وي

د افغانستان د جمهور رييس محمد اشرف غني په ځانګړې لورينه او لارښوونه د سې شنبې په ورځ د وزارتونو په کچه يوه مهم پلاوي پکتيکا ته سفر وکړ او خپل پلانونه يې له خلکو سره شريک کړل.
په ياد پلاوي کې د بېلابېلو وزارتونو تر دولسو پورې معينان، د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شميم خان کټوازی، د کرېکټ بورډ مشر او ملي اتلان او يو شمېر نور مېلمانه شامل وو.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت له مرکزه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او دا ورځ يې د پکتيکا په تاريخ کې يوه نه هېرېدونکې ورځ ياده کړه.
وحدت وويل چې له پکتيکا والو سره د ولسمشر غني ژمنې ګام په ګام د پلې کېدو په حال کې دي، چې ښه بېلګه يې ددغه مهم پلاوي راتګ دی.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې پکتيکا د هغو ولايتونو له ډلې ده، چې ولسمشر ورته ځانګړې پاملرنه لري.
بل لوري ته په راغلي پلاوي کې شاملو معينانو هم د پکتيکا لپاره په بېلابېلو برخو کې د نويو ګټورو پروژو د پلې کېدو ژمنې وکړې.
دوی د پوهنې، بيارغونې، د نفتو سروې، زراعت، اقتصاد او يو شمېر نورو برخو کې د مهمو پروژو د پيل ژمنې وکړې او زياته يې کړه چې په يادو برخو کې به ډېر ژر د پکتيکا والو لپاره ګټور کارونه ترسره شي.
د پوهنې وزارت معين ابراهيم شينواري وويل، چې د پوهنې وزارت پکتيکا ولايت ته د راتلونکي ۱۳۹۶ ښوونيزکال لپاره ۶۶۰ ميليونه افغانۍ د بېلابېلو پروژو لپاره ځانګړې کړې دي.
نوموړي په دې پروژو کې د ښوونځيو د ودانيو جوړول، په مرکزکې د يوه لوی ليليه لرونکي ښوونځي جوړول، په مرکز کې د نجونو لپاره يوه لېسه، د نجونو د زده کړو ځانګړي پروګرامونه، د ځوانانو چټکې زده کړې او نور دې ته ورته پروګرامونه ياد کړل.
د ټولګټو چارو د وزارت معين احمد ولي شېرزي هم وويل، چې د راتلونکي کال لپاره به د ټولګټو چارو وزارت په پکتيکا ولايت کې د ۹ نهه ميليارده افغانيو په ارزښت د سړکونو د جوړولو په برخه کې کار وکړي.
د کليو د پراختيا وزارت د پروګرامونو مرستيال شهير شهريار هم وويل، چې د کليو پراختيا وزارت د راتلونکي کال لپاره په پکتيکا کې د کليوالي سړکونو او نورو پروژو د پلي کولو لپاره پنځه سوه ميليونه افغانۍ ځانګړې کړي، چې کارونه به يې په خپل وخت سره سر ته ورسېږي.
د اطلاعات او کلتور سر پرست وزيرکمال سادات هم په راتلونکي کال کې په دې ولايت کې د محلي کتابتون د جوړښت، د تاريخي ابداتو سروې، د پکتيکا په اړه د هر اړخيز سيمينار جوړول، ځوانانو ته د سکالرشيپونو برابرول او ځينې نورې ژمنې وکړې.
د دې ترڅنګ د قبايلو د وزارت معين محمديقوب احمدزي، د کانونو او پټروليم وزارت معين ميراحمد قاسمي، د اوبو او انرژۍ معين امان الله غالب، د کرنې وزارت معين نجيب ممنون، د مرکزي احصايې استازي ميرمحمدکاظم حبيبي، د کار او ټولنيزو چارو د وزارت معين لال اريوبي، د طبيعي پېښو پر ضد د مبارزې د وزارت معين محمدسليم سياس او ځينو نور ادارو استازو هم په خپلو برخو کې د پکتيکا لپاره په خپلو پروګرامونو خبرې وکړې.
د يادونې ده، چې دا د پکتيکا په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې په دومره لوړه کچه مهم پلاوي دغه ولايت ته سفر کوي او په سيمه کې له نږدې د خلکو ستونزې، غوښتنې اوري او دوی ته د پروژو زېري ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA