د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، چې پاکستان له بلوچستان نه پنځه سوه افغان کډوالې کورنۍ په زور کندهار ته شړلې دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل، چي له بلوچستان نه د کندهار ښورابک ولسوالۍ ته را شړل شوې کورنۍ د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو اوسېدونکې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ښورابک په ولسوالۍ کې يادې کډوالې کورنۍ د سرپناه په ګډون د لومړنيو خوراکي توکو اړتيا هم لري، چې ولايتي اداره له مرسته کوونکو ادارو سره په ګډه دغو کورنيو ته د مرستې رسولو په هڅه کې ده.
د ښورابک ولسوال عبدالنافع ثنا هم وايي، چې د پاکستان د حکومت له لوري په زور د را شړل شويو افغان مهاجرينو له کورنيو څخه ځينې يې دم ګړۍ د سيمې له ځايي کورنيو سره اوسېږي او په هره برخه کې ډېرې اړتياوې لري.
نوموړي زياته کړه، چې ولايتي مقاماتو ته يې په دې اړه خبر ور کړی او د هغوی اړتيا وې يې ورته په ګوته کړې دي.
که څه هم د تېرې يوې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې لسګونه افغانان د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان حکومت په دغه شمېر کې افغان کډوال په زور له خپلې خاورې څخه شړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د کندهار د سپين بولدک او د چمن تر منځ د ډيورنډ پر کرښه دروازه هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.


