د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه پرون د کشمير سره په ګډه پوله له خپلو سرتېرو سره د ليدنې پر مهال امر کړی،چې د هند هر ډول ګواښ ته دې ځواب ور کړي.
جنرال باجوه په داسې حال کې هند سره په ګډه پوله کې خپلو سرتېرو سره ليدلي، چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.
کشمير سره په صفري نقطو کې د دواړو هېوادونو سرحدي پوله ساتو تر منځ هره ورځ نښتې را منځته کېږي، چې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
باجوه له هند څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې دې استخباراتي لاسوهنې ودروي، خو هند تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او بر عکس پاکستان تورنوي، چې ترهګريزو ډلو سره غواړي په سيمه کې نا امنۍ را منځته کړي.


