ads

هسکه مېنه کې د شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال ۳۵ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، کوټ او هسکه مېنه کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال ۳۵ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
4 کب 1395
هسکه مېنه کې د شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال ۳۵ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، کوټ او هسکه مېنه کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال ۳۵ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې د کوټ او هسکې مېنې ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله د يوه قومندان حمزه په ګډون ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور يې ټپيان دي.
نوموړی وايي، په دغو بريدونو کې يو ډاډسن موټر او يو ميل دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.
فقيري زياتوي، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګور ګورۍ سيمه کې يې دوه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA