ads

عبدالرشيد دوستم د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه

د جمهوري رياست لومړي مرستيال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه او ويې چې دا د دښمنانو دسيسې دي.

نویسنده: TKG
4 کب 1395
عبدالرشيد دوستم د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه

د جمهوري رياست لومړي مرستيال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه او ويې چې دا د دښمنانو دسيسې دي.
عبدالرشيددوستم چې د سې شنبې په ورځ ناوخته يې په يوه خبري ناسته كې خبرې كولې وويل، ځينې كسان داسې اوازې خپروي چې د جنرال دوستم كور امنيتي ځواكونو كلابند كړى چې هېڅ حقيقت نه لري.
دی وايي، پاکستان تل د دروغو اوازو خپرولو سره د افغانستان په مشرانو کې اختلافات اچوي او حکومت کمزوری کوي.
د جمهور رييس لومړى مرستيال په ورته وخت كې وايي، کوم امنيتي ځواکونه چې د ده د کور په شاوخوا کې ليدل کېدل که چېرې په ده ډزې هم وکړي خو دى به خپلو پلويانو ته د مقابلو ډزو اجازه ورنه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د سې شنبې په ورځ د جنرال عبدالرشيد دوستم د دفتر او كور په شاوخوا كې د كابل امنيې قوماندانۍ او ګارنيزيون ګڼ ځواكونه ښكارېدل او د شيرپور لارې ټولې د ټرافيكو پرمخ تړل شوې وې.
ويل كېدل چې امنيتي ځواكونو له دې كبله د جنرال دوستم كور كلابند كړى چې د احمدايشچي په قضيه كې يې له عدلي او قضايي ارګانونو سره همكاري نه ده كړې او په دې قضيه كې يې خپل نهه تنه تورن ساتونكي څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره نه دي سپارلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA