د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ سيمه ييز پوليس ادعا کوي چې دوی ته له مرکزه استول کېدونکي امکانات نه رسېږي او د دغه ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قومندان تر منځ وېشل کېږي. دغه پولیس وایي، که دوی ته حواله شوي امکانات ورنه کړل شي، خپلې وسلې به تسلیم او دندې به پرېږدي.
د کوټ ولسوالۍ د درېسرې سیمې د سیمه ییزو پولیسو قومندان ملک سفیر کلید ته وویل، چې دوی ته ورکړل شوي امکانات په ولسوالۍ کې د امنیه قومندان او ولسوال ترمنځ وېشل کېږي. نوموړی زیاتوي، په ځلونو یې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړې، خو تل ورته په تونده لهجه ځواب ورکړل شوی دی: ((څو ځله مو ورته ویلي، چې زموږ هغه حق چې حکومت را کړی راکړﺉ ځکه له سخت حالات سره مخ یو ، خو راته وایي چې له موږ سره زور مه کوئ پر موږ د جمهور رییس هم زور نه رسېږي.))
د سیمه ییزو پولیسو دغه قومندان وایي، د ننګـرهار امنیه قومندان ته یـې ویلـي، کـه ستــونــزه یې نه ورحلوي؛ نو دی او ورسره پولیس چمتو دي، چې خپل وسله تسلیم او غږ یې تر ملګرو ملتونو پورې ورسېږي. نوموړی وایي، د ده تر قوماندې لاندې وژل شوو عسکرو ته یې په خپلو پیسو د تدفین مراسم ترسره کړي دي.
ملک سفیر زیاتوي، د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته تخصیص شوې پیسې په خپله ولسوال جیب کې اچولي دي: (( د ولایت امنیه قومندان ته مې ويلي، که ستونزه مې نه حلوي را شه چې وسله درته تسلیم کړم او زه په خپله مخه لاړ شم، خو هغه هم تر اوسه زموږ ستونزو ته غوږ نه دی نیولی.))
په همدې حال کې د کوټ ولسوالۍ پاڅونوال او قومي مشر حاجي حیات خان د سیمه ییزو پولیسو ستونزې مني او په دغه برخه کې حکومتي چارواکي پړه بولي.
حاجي حیات خان وایي، دغو پولیسو د خپلو سیمو د ساتنــې پـه هــدف پاڅـون کـړی او حتا د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، خــو حکـومتي چارواکو تر اوسه ورسره هېڅ ډول همکاري نـه ده کړې: ((ددې سیمې خلکو په سخت وخت کـې له خپلې سیمې دفاع کړې او را پورته شوي، د کـورنـۍ غړي یې له لاسه ورکړل، خو حکومت هېڅ ډول همکاري ورسره نه ده کړې.))
له بل لوري د کوټ ولسوالۍ چارواکي که څه هم د سیمه ییزو پولیسو ستونزې مني؛ خو وایي، له مرکزي حکومت څخه دوی ته د سیمه ییزو پولیسو لپاره د وسلې، موټر او اعاشې امکانات کم ورکول کېږي.
د کوټ ولسوال سید رحمان مومند کلید ته وویل، چې دوی د ټولې ولسوالۍ لپاره ۴۰۰ سیمه ییز پولیس په دندو ګمارلي او امکانات ورته د ۱۰۰ تنو ورکول کیږي.
ولسوال د سیمه ییزو پولیسو د دغه مشر هغه خبرې چې ګواکې د سیمه ییزو پولیسو حق خوړل کیږي ردوي او وایي د ټولې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د مشرانو په غوښتنه یې ټول امکانات د لومړۍ کرښې ساتونکو ته ورکړي دي: ((موږ ته له پاسه کم امکانات راکول کېږي او هغه کم امکانات سیمه ییزو پولیسو ته کفایت نه کوي. دوی اوس اېله ۶ رنجرې لري حال دا چې دوی ته لږ تر لږه ۴۰ رنجرې پکار دي.))
هڅه مو وکړه چې د سيمه ييزو پوليسو ددې ستونزې په تړاو د کوټ ولسوالۍ د امنیه قومندان سیدزمان شېرزاد نظر هم له ځان سره ولرو، خو زمونږ له پرله پسې هڅو سره سره یې ټلېفون ته ځواب ور نه کړ.
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ سیمه ییز پولیس داسې مهال د امکاناتو له نه ور رسېدو سر ټکوي چې تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم افغان امنیتي ځواکونو د امکاناتو له نه ور رسېدو شکایت کړی دی.


