د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ په بازار کې نن غرمه مهال چاودنه شوې، چې له کبله يې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جاني خېلو ولسوال حاجي نعيم کليد ته وويل، چې چاودنه په يو موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
ولسوال زياته کړه، چې په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، وژل شوي او ټپيان ټول ملکي کسان دي، خو عيني شاهدانو ويلي، چې په دې پېښه کې پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.


