د ملي اردو چارواکي وايي، مومندرې ولسوالۍ کې پر وسله والو د خپل ماين په چاودنه کې پنځو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره ورځ د مومندرې ولسوالۍ په ۲۸ مې ويالې سيمه کې وسله والو طالبانو غوښتل چې يو ماين ځای پر ځای کړي، چې د خپل ماين په چاودنه کې ۳ وسله وال وژل شوي اودوه نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


