ads

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ويتالي چورکين په مړينه غمرازي څرګنده کړه

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين ملګرو ملتونو ته د روسيې د سفير پر مړينه خپله خواشيني څرګنده کړې او دا يې د روسيې د بهرنۍ پاليسۍ لپاره لويه ضايعه بللې ده.

نویسنده: TKG
4 کب 1395

پوتين په يوه اعلاميه کې چې پرون ناوخته د کرملېن پر وېب ‌پاڼه خپره شوه، د ويتالي چورکين پر مړينه د هغه کورنۍ ته تسليت ويلی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترس په يوه اعلاميه کې د چورکين د ملګرتيا او مهارتونو ستاينه کړې.
ګوترس وويل، چې تر يوې لسيزې زياتې مودې راهيسې ويتالي چورکين د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې له اغېزمنو شخصيتونو څخه و.
چورکين د ۲۰۰۸ ميلادي کال د اپرېل مياشتې په لومړيو کې ملګرو ملتونو ته د روسيې د استازي په توګه وګومارل شو.
نوموړی د دوشنبې په ورځ په نيويارک کې په ناڅاپي توګه مړ شو.
ويتالي چورکين له دې وړاندې په کاناډا او بلجيم کې د روسيې د سفير او په ناټو کې د روسيې د ځانګړي استازي په توګه دنده تر سره کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA