د جنرال دوستم اووه ساتونکي څېړنو ته حاضر شول

د کابل امنيتي چارواکي وايي، چې د جمهور رييس د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم اووه تنه ساتونکي چې د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي په قضيه کې ښکېل وو، څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره حاضر شول.