ads

د جنرال دوستم اووه ساتونکي څېړنو ته حاضر شول

د کابل امنيتي چارواکي وايي، چې د جمهور رييس د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم اووه تنه ساتونکي چې د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي په قضيه کې ښکېل وو، څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره حاضر شول.

نویسنده: TKG
4 کب 1395
د جنرال دوستم اووه ساتونکي څېړنو ته حاضر شول

د کابل امنيتي چارواکي وايي، چې د جمهور رييس د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم اووه تنه ساتونکي، چې د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي په قضيه کې ښکېل وو، څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره حاضر شول.
د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي کليد ته وويل، چې د عبدالرشيد دوستم اووه تنه ساتونکي نيول شوي او نن يې رسمأ د څېړنو پروسه پيل شوه.
د صديقي په وينا، د څېړنيزو ارګانونو له لوري به له دوی څېړنې کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه مياشت وړاندې د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي له لوري پر جنرال دوستم تور پورې شو، چې جنرال دوستم او ساتونکو يې جنسي زورولی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA