د هلمند ولايت د والي له مطبوعاتي دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ګډو ځواکونو لخوا د دې ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ په شمېر سيمو کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغه ولسوالۍ کې ۲۱ کړۍ ډول ډول مايونه هم کشف او شنډ کړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه ويلي.


