د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له کبله دولس داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو ډاډ سن موټر کې بار وسله هم له منځه وړل شوې ده.
مشرقيوال زياتوي، په ياد بريد کې وژل شوي ټول بهرني وسله وال دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


